د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د جراحۍ څانګې ډاکټرانو په لومړي ځل د مقعدي سرطان پېچلی عملیات د لیپروسکوپیک الټرا لو انتریر ریسیکشن په مرسته تر سره کړي دي.
ډاکټران وایي، چې د ناروغ د ټپونو روغتیايي وضعیت په بشپړ ډول ښه دی.
دا عملیات د یاد روغتون د مسلکي ډاکټرانو تر څنګ د یوه هندي ډاکټر په ملتیا د عصري او طبي وسایلو پر مټ تر سره شوي او تر دې وړاندې په افغانستان کې په دې ډول عملیات نه دي شوي.
د ناروغ پایوازان وايي، چې ناروغ یې شاوخوا څلور کاله له یادې ناروغۍ رنځېده، خو اوس بېرته د ښه کېدو په حال کې دی.
له دې وړاندې هم په یاد روغتون کې افغان ډاکټرانو داسې عملیات کړي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې هم نه دي شوي.