ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز والي د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرامونو عمومي مسول سره لیدنه کړې

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو (UNDP) عمومي رییس سټیپن د پلاوي په مشرۍ کندوز ته په خپل سفر کې د پیژندنې او همغږۍ په موخه د کندوز والي ملا نثار احمد نصرت سره لیدنه کړې.

سټیپن کندوز والي ته د یاد دفتر د پروژو او انکشافي پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي، چې د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې یې بېلابېلې پراختیایي پروژې تطبیق کړي او د لا دوام ډاډ یې ورکړی.

د کندوز والي نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ کندوز یو زراعتي ولایت دی، چې د سردخانو، لویو کانالونو او اوبو د ښه مدیریت په برخه کې د پروژو تطبیق ته اړتیا لري.

ښاغلي نصرت هېواد کې سراسري امنیت ته په اشارې زیاته کړې، چې کندوز کې د بشري فعالیتونو او انکشافي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره ښه زمینه برابره شوې.