په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې او د يوناما مشرې استازې روزا اتونبایوا د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې د يوناما مشرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپلې وروستۍ وينا، د امنيت شورا له خوا د يوناما ماموريت د تمديد، او په نيويارک او ويانا کې د خپلو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړي.
همداراز يې له نشهيي توکو سره د مبارزې، خصوصي سکټور د پياوړتيا او د بانکدارۍ د ستونزو د هواري په اړه د ملګرو ملتونو پر هڅو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ روښانه کړی او د اسلامي امارت د نظر رعايت په صورت کې يې د ملګرو ملتونو په ټولو نوښتونو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.