په چین کې د افغانستان لوی سفیر مولوي بلال کریمي د هندوستان د پخواني صدر اعظم اتل بهاري واجپای له همکار او پخواني ډیپلومات ښاغلي سودهیندرا کلکرني سره په سفارت کې لیدنه کړې.
په دې کتنه کې د افغانستان او هند تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، ترانزیټي او قونسلي مسائلو خبرې او بحث شوی.
ښاغلي کلکرني د اسلامي امارت او افغانستان په اړه خوښي څرگنده کړې او ټینګار یې کړی، چې هڅه به کوي د اسلامي امارت او هند حکومت ترمنځ سیاسي اړیکې لوړې کچې ته پورته شي. په اقتصادي او سوداګریزو ساحو کې مهم پرمختګونه وشي او هند په افغانستان کې د صحت، ودانیزو، برېښنا او په نورو برخو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي سفیر ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په لرلو سره د متقابل تعامل پر بنسټ ولاړې سالمې اړیکې غواړي. دغهراز په افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره مهم فرصتونه رامنځته شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، هیله لرو چې هندوستان به په افغانستان کې پخوانۍ نيمه پاتې پروژې بیرته پیل کړي، په بیلابیلو برخو کې به پانګونې وکړي او د چابهار له لارې به دوه اړخیزه سوداګریزي لا وغوړیږي.
ښاغلي کریمي همدا راز ویلي، چې منځنۍ اسیا ته د هندي توکو د لیږد په برخه کې افغانستان مهم ترانزیټي رول ادا کولای شي.
پر دې سربېره په ناسته کې د یو لړ نورو ګډو سیمهییزو موضوعاتو په اړه هم بحث شوی دی.