د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د قطر له شارژدافیر مرُدف القاشوطي سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې له افغان کډوالو سره پر مرستو او همکاریو خبرې شوې دي.
ښاغلي القاشوطي له افغان کډوالو سره د قطر مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه په مناسب ډول د افغان کډوالو د راستنېدو په برخه کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ سره په همکارۍ غور کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره يې کړې ژمنې عملي کړې او په راتلونکې کې یې د لاډېرو همکاریو ډاډ ورکړی دی.
هغه د خبرو پر دوام څرګنده کړې، چې د قطر ولس او مرستندویه بنسټونه له افغانانو سره مرستو ته لېواله دي او له همدې امله د قطر د سرې میاشتې ټولنې او قطر الخيريه بنسټ په کابل کې فعالیت پیل کړی دی.
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د قطر د دولت شارژدافیر ته د ښه راغلاست پر مهال له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د یاد هېواد له همکاریو او مثبتو اړیکو ستاینه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت په دایمي ډول د کډوالۍ د ستونزې د حل هڅې کوي. دغهراز له مرستندویه او اړوندو ادارو سره کار کوي تر څو د افغان کډوالو ستونزو ته پر وخت رسیدونه وشي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې افغان حکومت د کډوالو لپاره د هېواد په کچه د ۴۶ استوګنیزو ښارکوټو د رغولو هوډ لري او په دې برخه کې یې د قطر په ګډون د مرستندویو بنسټونو د همکاریو غوښتنه کړې ده.
د ناستې په پای کې محترم وزیر د افغان کډوالو د ستونزو د حل او همکاریو له امله د قطر هېواد له مرستو مننه کړې ده.