د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د بیړني غبرګون او پراختیا له سیمهییز رییس دانییلي جیاکومیني په مشرۍ د ایمرجنسي سازمان له پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ایمرجنسي سازمان رییس ښاغلی دیان پانیچ او د هلمند ولایت د لښکرګاه د ایمرجنسي روغتون مشر جراح ډاکټر خوشحال هم ګډون کړی و.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د ایمرجنسي سازمان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د یاد سازمان د روغتیایي خدماتو مننه او قدرداني کړې ده.
ښاغلي دانییلي جیاکومیني ویلي، ایمرجنسي سازمان له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی، چې په کابل، هلمند، پنجشیر او نورو لیرې پرتو ولسوالیو کې یې ۲۷ روغتیایي مرکزونه فعال دي.
نوموړي د افغانستان په ګډون په سوریه، یوګانډا، عراق، سوډان، یمن، غزه او نورو هیوادونو کې د ایمرجنسي سازمان د روغتیایي خیریه فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي دي.
هغه ویلي، چې ایمرجنسي سازمان په افغانستان کې پخوا د جنګ د ټپيانو درملنه کوله او اوس د ترافیکي او نورو پېښو د ټپیانو درملنې ته هم ځانګړې پاملرنه کوي او ټول روغتیایي خدمات، جراحي عملیات او درمل یې وړیا دي.
ښاغلی جیاکومیني د ایمرجنسي سازمان د راتلونکو پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال ویلي، چې د افغانستان مختلفو برخو ته د خدماتو پراخول او د عامې روغتیا په برخه کې لا زیاتې مرستې شاملې دي.
ډاکټر ملا عبدالواسع د ایمرجنسي سازمان پلاوي ته په خطاب کې ویلي، تاسې د افغانانو د بې وزله او مظلومې طبقې د لاسنیوي په موخه خپل فعالیتونه او هڅې روانې ساتلي او موږ درسره په هره برخه کې همکار او ملاتړي یوو. هیله ده چې د روغتیا برخې په بنیادي رغاونه کې خپله همکاري دوامداره وساتئ.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت عام المنفعه فعالیتونو ته زیاته پاملرنه کوي. د هغو خدماتو چې د خلکو په ګټه وي، همکارۍ او ملاتړ کوي او د ایمرجنسي سازمان په څېر موسساتو ته چې افغانانو ته خدمات وړاندې کوي، د اړیکو اسانتیاو په برابرولو کې خپله همکاري نه دریغوي.