د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون (چهارشنبه، د وري ۶مه) د موټرو او پرزو پر وارداتو ۲۵ سلنه نوې تعرفه اعلان کړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، ټرمپ ویلي چې دا تعرفه به د روان میلادي کال د اپریل له درېیمې نیټې څخه پلې شي.
ټرمپ ادعا کړې، چې دا ګام به د امریکا د موټرو صنعت ته وده ورکړي او ژمنه یې کړې، چې دا پرېکړه به د امریکا دننه د دندو او پانګونو د زیاتوالي لامل شي.
د راپورونو له مخې، امریکا په ۲۰۲۴ کې له مکسیکو، جاپان، سویلي کوریا، کاناډا او المان څخه د ۴۷۴ میلیارده ډالرو په ارزښت موټر او پرزې واردې کړې دي.
ټرمپ تر دې وړاندې هم د کاناډا، مکسیکو او چین پر وارداتي توکو درنې تعرفې وضع کړې وې، چې د یادو هېوادونو له ورته غبرګون سره مخ شوې دي.