د سویلي کوریا په سویل ختیځ کې ځنګلي اور لګېدلی، چې تر دې مهاله ۲۶ کسان پکې وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي. د ۱۲ ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
دا ځنګلیزه اورلکېدنه لا هم دوام لري او د سختو بادونو له امله یې د لا پراخېدو وېره هم شته.
چارواکو ویلي، چې د ډېری قربانیانو عمرونه د ۶۰ او ۷۰ کلونو تر منځ دي.
د راپورونو لهمخې دې اورلګېدنې شاوخوا ۲۷زره کسان د خپلو کورنو پرېښودلو ته اړ کړي دي.
د یاد هېواد لنډمهالي ولسمشر هان دوکسو دا وضعیت بېساري بللی او ویلي یې دي، چې د اور د مهار لپاره به دولت ټول امکانات او وړتیاوې وکاروي.
زرګونه اور وژونکي او شاوخوا ۵۰۰۰ پوځي پرسونل د اورونو د کنټرول لپاره ځای پر ځای شوي او په کوریا کې د مېشتو امریکایي ځواکونو چورلکې هم پکې مرسته کوي.