ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني: د ابادۍ مزل به د ملي وحدت په وسیله د بریا تر پوړيو رسوو

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د دايکندي ولایت مسولینو په ګډون له ګڼو ولسي مخورو سره لیدنه کړې.

نوموړي ویلي، دایکندي مجاهدينو قربانۍ د واحد سپیڅلي هدف لپاره وې چې نتیجه یې د دې ولایت ملي وحدت او امنیتي فضا څرګند مثال دی.

سرپرست وزیر تر نږدې نیمې پيړۍ کړکېچن او پاشل شوي وضعیت څخه رښتيني وحدت ته رسیدل ستر الهي نعمت بللی او څرګنده کړې یې ده، دا د هېواد او ولس لپاره ستر ویاړ دی، چې د اسلامي امارت په بریا سره یې يو ځل بیا د بهرنيو د نفاق دسیسې شنډې کړې.

خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړې؛ د ولس ترمنځ نفاق د یرغلګرو میراث و چې له نېکه مرغه ناکامه هڅه پاتې شوه، مونږ د وحدت او زغم بشپړه اراده لرو او دې هدف ته رسیدلې یوو.

ښاغلي حقاني ویلي، لکه څنګه چې د سرتاسري امنیت لپاره د افغانانو تنده خړوبه شوه او له دې نعمت څخه برخمن شول نو ډاډه اوسئ، چې د ابادۍ مزل به هم د ملي وحدت په وسیله د بریا تر پوړيو رسوو.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ابادۍ او رغوونې لپاره د دایکندي ولسونو غوښتنې اوریدلي او د تامین لپاره یې د خپلو هڅو او مشرتابه ته د پيغام رسولو ډاډ ورکړی.