د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) له مشر احمد سلیمان سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو همکاریو، لا ښې همغږۍ رامنځته کولو، د روغتیايي خدمتونو په ښه والي او د روغتیايي کارکوونکو په لا ښه مدیریت بحث او خبرې شوې.
د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د (IFRC) موسسې له مشر څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو برابرولو، په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د زړه جراحي عملیاتونو پیلولو اړوند ملاتړ، د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو او نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو غوښتنه کړې.
د (IFRC) موسسې مشر احمد سلیمان په افغانستان کې د خپلو روغتیايي فعالیتونو اړوند معلومات وړاندې کړي او د شریکو شویو غوښتنو اړوند یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.