ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې؛ د اقتصاد محوره پالیسي له مخې له ټولو لورو سره ښې اړیکې غواړو

په کابل کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د جاپان په همکاریو او نورو نړیوالو مسائلو خبرې شوې.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر وروستیو ډيپلوماټیکو پرمختګونو ته په اشارې ویلي، چې له سيمې او نړۍ سره مو تعاملات ښه لور ته روان دي او اسلامي امارت د خپل متوازن، نورو ته د ضرر نه رسولو او اقتصاد محوره پالیسي له مخې له ټولو جهتونو سره ابرومندانه اړیکو ته لېواله دی.

نوموړي په دې وروستیو کې جاپان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره رغنده ګام ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول تعاملات باید دوام ومومي، ترڅو د دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې عملي پرمختګونو ته لاره هواره شي.

ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې دا مهال په افغانستان کې د سراسري امنیت په ټینګیدلو سره د پانګونې ګڼ فرصتونه رامنځته شوي او جاپان په لویو پروژو پانګونه کولای شي.

د جاپان سفیر ویلي، چې په وروستیو کې جاپان ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي سفر یو مثبت ګام و او هیله یې څرګنده کړې، چې یاد سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

ښاغلي کورمایا د نشه‌يي توکو د کښت او تولید پر ضد د قوي مبارزې ستاینه کړې او د بدیل کښت په اړه یې د جاپان د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

همداراز نوموړي د دوحې پروسې د کاري ګروپونو یادونه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ ګډ کار به ښې پایلې ولري.