د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي د نړیوال فدراسیون (IFRC) د ستراتېژیکو تعاملاتو او بشري ډیپلوماسۍ له مسولې هما ذکریا نادر سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې له پاکستان څخه د احتمالي جبري راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې پر څرنګوالي خبرې شوې.
ښاغلي ترابي د یاد فدراسیون پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او په ښه توګه یې د احتمالي جبري راستنېدونکو وضعیت د مدیریت لپاره د دې ادارې او فدراسیون ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د سره صلیب نړیوال فدراسیون د ستراتېژیکو تعاملاتو او بشري ډیپلوماسۍ مسولې ویلي، چې د دواړو ادارو ترمنځ همغږي او همکاري د کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېره مهمه ده.
نوموړې زیاته کړې، چې د خپل کاري مسولیت له مخې بېلابېلو هېوادونو ته سفر کوي او په هغو هېوادونو کې د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې څخه د یو بریالي، فعال او بېلګې وړ سازمان په توګه یادونه کوي.
هغې د دې ادارې له ښاغلي ترابي څخه ځانګړې مننه کړې، چې دا اداره یې د یو کارا، فعال او اغېزمن سازمان په توګه جوړه کړې، چې د پېښو د مدیریت او زیانمنو شویو کسانو ته د رسېدنې په برخه کې یې ستر فعالیتونه ترسره کړي دي.
په پای کې دواړو لوریو د بشردوستانه پروګرامونو، له پاکستان څخه د احتمالي جبري راستنېدونکو د ملاتړ، د کډوالو ننګونو، او د هغوی د ټولنیز ادغام لپاره د نوې ستراتېژۍ د جوړولو په اړه بحث کړی او د دواړو تر منځ د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار شوی دی.