ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

میانمار کې له زورورې زلزلې وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

د میانمار په مرکزي سیمې کې د رېښتر په کچه ۷.۷ درجې زوروره زلزله شوې.

د امریکا جیولوجیکل سروې ادارې ویلي، چې د زلزلې مرکز له ساګائینګ ښاره ۱۶ کیلومتره لرې په شمال لوېدیځ کې د ځمکې له سطحې ۱۰ کیلومتره لاندې دی.

د میانمار (برما) په شپږ زلزله ځپلو سیمو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د میانمار په مانډالې سیمه کې د مرستو رسولو یوه مسول بي‌بي‌سي ته ویلي: ”خورا ډېره ویجاړي رامنځته شوې. د مرګژوبلې شمېر هم خورا زیات دی، د اوس لپاره همدومره ویلای شو. تر اوسه پورې کره شمېر معلوم نه دی، خو لږ تر لږه سلګونه کسان مړه شوي دي.”

د زلزلې زورور ټکانونه په ټایلنډ او د چین په سویل لوېدیځ یونان سیمو کې هم احساس شوي دي.

د امریکا جیولوجیکل سروې ادارې د زلزلې شدت په میانمار کې ۷.۷ او په ټایلنډ کې بیا ۷.۳ ښودلی دی.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې هم ودانۍ زیانمنې شوې دي.

په ټایلنډ کې چارواکو ویلي، په پلازمېنه کې یوه ۳۰ پوړیزه ودانۍ، چې رغنیزې چارې یې لا نه وې بشپړې شوې، نړېدلې او ۴۳ کارګر نادرکه دي. ویل کېږي، چې د زلزلې پر وخت ۵۰ کسانو کار پکې کاوه. سربېره پر دې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي هم دي.

د میانمار او ټایلند په ځینو برخو کې د یادې زلزلې له امله ګن شمېر ودانۍ نړېدلې، بنسټیزو تاسیساتو ته زیان اوښتی، او لږ تر لږه ۱۵۴ کسان مړه شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، په میانمار کې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۴۴ کسان مړه او ۷۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په میانمار کې له لومړنۍ سختې زلزلې ۱۲ دقیقې وروسته دویمه زلزله شوې، چې شدت یې د رېښتر په کچه ۶.۴ درجې ښودل شوی دی.