د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو له علماوو، قومي مخورو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل، بغلان، ننګرهار، کاپيسا، لغمان، پروان، کندهار، تخار، سمنګانو، پنجشیر، بامیانو، غزني، کندز، میدان وردګو او بدخشان ولایتونو له یو شمېر علماوو، قومي مخورو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو علماوو، قومي مشرانو او مجاهدینو په افغانستان کې له څو لسیزو وروسته د اسلامي نظام پر ټېنګښت او راتګ خوښي ښودلې او ویلي يي دي، چې د اسلامي امارت بریا او د اسلامي نظام راتګ د پراخو قربانیو پایله وه چې باید ترې ساتنه وشي.
علماوو او مجاهدینو ټینګار کړې چې د ملت او حکومت ترمنځ د همکاریو په موخه دې هڅې ګړندۍ شي او همداراز یې د خپلو سیمو یو لړ ستونزې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریکې کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال؛ یادو علماوو، مخورو او مجاهدینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د اشغال پر وړاندې د افغان ملت مبارزه او بریا په هېواد کې د قومونو ترمنځ رښتینی یووالی او اتحاد په ډاګه کړ.
مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، چې اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته د قدر په سترګه ګوري، پخوانیو نسلونو هم د هېواد د ازادۍ لپاره قرباني ورکړې وه او تر اوسه په افغان ملت کې د جهاد روحیه هماغسې ژوندۍ ده.
د سیاسي مرستیال په وینا؛ د افغانستان د ملي ګټو ساتل او اقتصادي پیاوړتیا د اسلامي امارت د پالیسۍ لومړیتوبونه دي، ملت دې ډاډمن اوسي څرنګه چې امنیتي برخه د پام وړ ښه شوې همدارنګه د هېواد اقتصادي او سیاسي پرمختګ ته هم کار کیږي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له علماوو، مخورو، سپین ږیرو او مجاهدینو څخه مننه کړې، چې له حکومت څخه د ملاتړ په موخه هڅې کوي.