د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت او په ابوظبي کې د افغانستان سفارت د پرلهپسې هلو ځلو په پایله کې د متحده عربي اماراتو له بېلابېلو بندخونو د ۵۴ هېوادوالو د راخوشي کېدو هوکړه شوې.
د افغانستان اسلامي امارت د اماراتو د دولت له رییس جلالتماب شیخ محمد بن زاید آلنهیان څخه مننه کوي، چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې یې د بندي افغانانو د خوشي کولو لورینه کړې او دا ګام یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو د پالنې ښه څرګندوی بللی دی.