ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل امنیه قومنداني: د اختر په شپو او ورځو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي

د کوچني اختر له را رسېدو سره سم د کابل امنیې قومندانۍ مسولین د خلکو د خوشحالیو ښې نمانځنې په موخه په کابل ښار او اړوندو ولسوالیو کې د امنیتي تدابیرو ډاډ ورکوي. دوی وایي، خلک دې په ډاډه زړه خپلې خوښۍ ونمانځي.

د مسولینو په وینا؛ د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او په کابل ښار او اړوندو ولسوالیو کې به سیارې او منظمې ګزمې تر سره شي. دغه‌راز هېچاته به د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنه کړل شي.

https://twitter.com/rtapashto/status/1905818867521233216

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال مولوي محمد شاکر سعد وایي، چې په کابل ښار او ولسوالیو کې یې ګرځنده او منظمې ګزمې دوام لري او په وینا یې په ټولو مهمو سېمو کې به امنیتي منسوبین ځای پر ځای شي.

نوموړی زیاتوي، چې کابل ګڼ مېشتی او تفریحي ښار دی او د هېواد له ګوټ-ګوټ څخه خلک پرې ور مات دي. ښاغلي سعد له امنیتي مسولینو او ځواکونو غوښتي، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

د اسلامي امارت په بیا ځلې واکمنېدو سره خلک نه یوازې په کابل، بلکې په ټول هېواد کې په بشپړ امنیت کې ژوند کوي او د اختر د خوښۍ شېبې له کومې امنیتي ستونزې پرته په ډاډه زړه سره نمانځي.