د کابل ښارځينې اوسیدونکي وايي، چې خلک باید د پلاستیکي کڅوړو پر ځای کاغذي او تکیي کڅوړې وکاروي، ځکه چې دا کړنه به د چاپېریال په پاکوالي کې ډیره مرسته وکړي.
ورته مهال روغتیاپالان د پلاستکي کڅوړو کارونه د ناروغۍ لامل ګڼي او وايي، چې په پلاسیتکې کڅوړو کې د ګرمې ډوډۍ انتقال د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، چې د پلاستیکي کڅوړو ډېره کارونه د چاپېریال د ککړتیا لامل ګرځي. یاده اداره زیاتوي، چې هېواد ته ېې د پلاستیکي توکو او کڅوړو د واردولو او ګټې اخېستنې د مخنیوي تګلاره جوړه کړې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسولینو د شمېرو له مخې، هره ورځ په کابل ښار کې څلور ټنه پلاستیکې کڅوړې کارول کېږي.
له بل لوري کابل ښاروالي وايي، چې په میاشت کې یو ځل د پلاستیکي کڅوړو د لږې کارونې او زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړوي.