ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ارګ کې د کوچني اختر لمونځ ادا شو

د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن سهار په ارګ کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په ګډون ادا شو.

د کوچني اختر د لمانځه په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د اداري او اقتصادي مرستیالانو سربېره، د رییس‌الورزا د دفتر لوی رییس، د کابينې وزیرانو او د اسلامي امارت یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو ګډون درلود.

د لمانځه له ادا کولو مخکې د عبدالرحمن جامع جومات امام او خطیب مفتي محمود ذاکري د قرآن‌کریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د مبارکې روژې د فضیلتونو او برکاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ټولو هېوادوالو، اسلامي امت په ځانګړي ډول د فلسطین مظلومو خلکو ته یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله.

وروسته د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله تعالی،  رییس‌الوزرا، د کابینې غړو، والیانو، ټولو امنیتي منسوبینو او مجاهدینو، د شهیدانو کورنیو، شهید پروره ملت، اسلامي امت او د غزې مسلمانو خوېندو او وروڼو ته د زړه له کومي د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله.

او زیاته یې کړې:« یووالی او ورورګلوي چې د ملتونو د بریا راز دی الله تعالی دې زموږ ترمنځ قایم او دایم وګرځوي، ټول باید کوښښ وکړو چې خپل وطن په ګډه اباد کړو.»

نوموړي له ټولو هغو هېوادوالو چې له هېواده بهر ژوند کوي وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي، او په وینا یې چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او باید ټول یې په شریکه اباد کړو.

همدا راز یې زیاته کړې:« موږ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ نېکې او حسنه اړیکې غواړو.»

ورته مهال، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د خوښۍ ځای دی چې له څو کلونو جنګ او ناخوالو راوروسته د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اختر ورځې د بشپړ امنیت او سولې په فضا کې لمانځو.

هغه وویل، ټول افغانان د هېواد په خوښۍ او پرمختګ کې سره شریک دي او باید خپل یووالی وساتي او د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره یوه بل ته لاس ورکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال څرګنده کړې:« پردي هیڅکله زموږ وطن نه ابادوي، سکون او خوشحالۍ یواځې زموږ او ستاسې په خاوره کې ده، راځئ چې خپل هېواد ته په بشپړ صداقت خدمت وکړو.»

نوموړي د نړۍ هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان اسلامي امارت سره رغنده اقتصادي او سیاسي تعاملاتو ته لار هواره کړي، اسلامي امارت د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ او متقابل درناوي په چوکاټ کې هر ډول مناسبو تعاملاتو او مناسباتو ته چمتو دی.

وروسته ملا عبدالواسع د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ پیغام ولوست.

په دې پیغام کې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ راغلي:« الله تعالی مو ټول عبادات، صیام او قیام، دعاګانې او حسنه اعمال په خپل دربار کې مقبول وګرځوه.»

رییس‌الوزرا د اختر په دې پیغام کې څرګنده کړې، اختر د مسلمانانو لپاره د صله رحمۍ، اخوت، شفقت او اتحاد پیغام لري.

به پیغام کې راغلي دي:« نو هیله ده په دغو ښو ورځو او شپو کې د صله رحمۍ او قرابت پاللو فریضه په ښه توګه پر ځای کړئ. حسد او خصومتونه له زړونو وباسئ، په اخلاص او مهربانۍ یو او بل ته د خیر او فلاح دعاګانې وکړئ.»

دغه راز رییس‌الوزرا په خپل پیغام کې د اسلامي امارت مسوولین، تاجران، پانګوال او هغه هېوادوال چې مالي وس او توان یې ښه دی وغوښتل چې د اختر په دغو مبارکو ورځو او شپو کې دې د بې وسه هېوادوالو، بې سرپرسته کورنیو او یتیمانو لاسنیوی وکړي او د اختر په خوښیو کې دې را شریک کړي.

په دې پیغام کې رییس‌الوزرا هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې ان شاء الله روان کال به هم د تېر په څېر د لویو پروژو د تطبیق، په بېلابېلو برخو کې د پانګونو د جذب، د اوبو د تنظیم، د زراعت او د سوداګرۍ د ودې، زده‌کړو او روغتیایي خدماتو د اسانتیاوو او هېوادوالو ته د کاري او هوسا ژوند زمینې برابرولو کال وي.

ملا محمد حسن اخوند په خپل پیغام کې له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې افغان کډوالو په اجباري توګه ونه باسي، دغه راز یې ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د هیچا په کورنیو چارو کې نه یوازې مداخله  نه کوي، بلکې له ټولو سره د اسلامي اساساتو او ملي منافعو په رڼا کې د متقابل درناوي په اساس تعامل او ښه روابط غواړو.

همداراز په پیغام کې راغلي، دوی دې زموږ حسن نیت درک کړي، د مشکلاتو جوړولو، محدودیتو، بندیزونو او فشارونو پرځای دې د تفاهم لاره اختیار او مثبت تعامل ته دې راوړاندې شي.

د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزرا د خپل پیغام په پای کې د «فلسطین او غزې» پر محصورو مسلمانانو چې د بې رحمه صهیونستانو تر سخت ظلم او بمبار لاندې دي څرګنده کړې.

همدا راز پیغام کې لیکل شوی دی:« موږ د اسلامي اخوت او عقیدوي خپلوۍ په اساس د دوی هر درد او تکلیف احساسوو، دوی زموږ هېر نه دي او نه یې هېرولای شو، الله تعالی دې د دوی د نجات ذریعه برابره او ظالم اسراییلي یرغلګر دې د عاد، ثمود، فرعون او نورو جابرانو غوندې هلاک او تباه کړي.»

د دغو مراسمو په پای کې د افغانستانو علومو اکاډمۍ عمومي رییس شیخ فریدالدین محمود دافغانستان غیور ولس ته د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د اتحاد، اتفاق، خیر او فلاح ترڅنګ د خوښۍ او نېکمرغۍ دعا وکړه.