ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: افغان کډوالو ته دې وخت ورکړل شي تر څو په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر، کابل کې د اختر لمانځه په مراسمو کې ویلي چې هېوادونه دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي، ترڅو په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.

په دې مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، په ګډون د کابینې یو شمېر غړو، امارتي مسوولینو او په کابل کې مېشتو دیپلوماتانو هم ګډون کړی و.

مولوي عبدالکبیر وویل چې کوچنی اختر د مسلمانانو لپاره د خوښۍ، یووالی او ثواب ځانګړې ورځ ده.

هغه د افغان ولس د سولې، سوکالۍ او اقتصادي پیاوړتیا د دوام هیله څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي امارت موخه دا ده چې هېواد د تلپاتې ثبات او پرمختګ لور ته بوځي.

نوموړي د مجاهدینو قربانۍ وستایلې او وویل چې د اسلامي نظام د بریا تر شا د شهیدانو وینې دي، نو ټول افغان ولس مسوولیت لري چې د هغوی ارمانونه پوره کړي.

نوموړي له ولس څخه وغوښتل چې د اختر په مبارکو ورځو کې د غریبانو او اړمنو کورنیو پوښتنه وکړي، له هغوی سره مرسته وکړي او خپله خوښۍ ورسره شریکې کړي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا، اسلامي امارت د اقتصادي ودې او د پانګوالو د جذب لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي او د کانونو استخراج، د برېښنا بندونو، د لویو لارو جوړولو، د قوش تېپې کانال سترې پروژې پیل شوې دي. ډېر ژر به د افغانستان د رېل پټلۍ هم پراختیا ومومي چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته به لاره هواره کړي، ترڅو کورني او بهرني پانګوال وکولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د کډوالو چارو وزیر وویل چې اوس مهال په هېواد کې سراسري امنیت تامین دی، فساد له منځه تللی، نشه‌یي توکي منع شوي او صنعتي ښارګوټي فعال شوي دي.

همدا راز اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ته ژمن دی او د سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ کوي.

نوموړي د فلسطین پر مظلوم ولس د یرغلګرو اسراییلي ځواکونو بریدونه وغندل او له نړیوالو یې وغوښتل چې د غزې د مسلمانانو ملاتړ وکړي.

مولوي عبدالکبیر په پای کې د افغانستان ټول غیور ولس ته د کوچني اختر مبارکي وویله او د هېواد د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ دعا یې وکړه.