ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت موخه د هېواد پرمختګ او د ټولو هېوادوالو هوساینه ده

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کوچني اختر په دویمه ورځ له ګڼو امارتي مسولینو، قومي مشرانو او ځوانانو سره لیدنه وکړه.


په دې ناسته کې راغلو مېلمنو مولوي عبدالکبیر ته د کوچني اختر مبارکي ویلې او د اسلامي امارت له مسولینو یې مننه کړې، چې د هېواد د پرمختګ او د هېوادوالو د سوکالۍ لپاره هلې‌ځلې کوي.
هغوی ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او اقتصادي وضعیت ته یې په کتو په هېواد کې پر ګڼو اقتصادي پروژو کار پیل کړي دي.


یادو مېلمنو زیاته کړې، دا چې افغانان د روان کوچني اختر خوشحالۍ په ډاډه زړه سره نمانځي، دا د امنیت او ثبات برکت دی.


د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر راغلو مېلمنو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ هغوی ته ښه راغلاست ویلی او د دوی راتګ یې ارزښتناک ګڼلی دی.


نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت موخه د هېواد پرمختګ، د افغانانو سوکاله ژوند او د ټولو هېوادوالو هوساینه ده.