د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت رهبري او امنيتي ځواکونو خپلو خلکو ته پوره ډاډ ورکړ، چې د پولیسو ځواکونه به ستاسو امنیت په بشپړه توګه خوندي کړي، او موږ دا ژمنه پوره کړه، د هېواد په ګوډ ګوډ کې د اختر په درې ورځو کې ټول امنيتي ځواکونه ستاسو په چوپړ کې قرار درلود، ترڅو ښه امنيتي خدمات وړاندې شي چې الحمدالله؛ د عمل په ډګر کې ثابته شوه او امنيت په بشپړه توګه تامين شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې په راتلونکي کې به هم د ښه امنیت د تامين په موخه د پوليسو ځواکونه تل د هېوادوالو په خدمت کې وي.
ښاغلي قانع زیاته کړې؛ د خوښۍ ځای دی، چې زموږ خلکو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اختر درې ورځې د خپلو کورنیو، عزیزانو او ملګرو سره د بشپړې سولې او ارامۍ په فضا کې ولمانځلې، او له بې ساري امنيت څخه یې ډیره او پوره ګټه پورته کړه.
امنیت د خدای (ج) له لوري یو لوی نعمت دی، چې له نېکه مرغه، زموږ ملت په بشپړه توګه له دې نعمت څخه برخمن دی، او نن ورځ دوی کولی شي په ټول هېواد کې پرته له کومې ویرې سفر وکړي. موږ د خلکو د امنیت په تامین کې د امنیتي ځواکونو، په ځانګړي توګه د خپلو پولیسو ځواکونو د خولې، بې خوبۍ او هڅو څخه ځانګړې مننه کوو.