عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله د حکم پر اساس میرویس حوزوي روغتون ته هره میاشت ۴۷ میلیونه افغانۍ منظورې کړې، چي د مالیې وزارت له لاري به په یوه ځانګړي کود کي د یاد روغتون لپاره د عامې روغتیا وزارت ته سپارل کیږي.
دغه پیسې به د یاد روغتون لپاره درملو، روغتیايي تجهیزاتو، د کارکوونکو معاشونو او د اړتیا وړ توکو لپاره د ولایت مقام، استخباراتو ریاست او عامې روغتیا ریاست تر رهبرۍ لاندي مصرفیږي.
د کندهار عامې روغتیا رییس ملا بسم الله باوري وايي، چې یاد مبلغ به د میرویس حوزوي روغتون ټولې اړتیاوې پوره کړي.
سور صلیب چې وړاندې یې میرویس حوزوي روغتون ملاتړ کوو، پدې وروستیو کې یې خپله همکاري له یاد روغتون سره درولې وه، چې د روغتون چاري له ځنډ سره مخ وې.