ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کونړ ولایتي روغتون کې د ۳۰ زره ډالرو په لګښت د باکتریاوي ناروغیو د تشخیص څانګه پرانیستل شوې

د عامې روغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP) په ګډه همکارۍ لومړي ځل لپاره د اسعد اباد ولایتي روغتون کې د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د باکتریالوژۍ څانګه فعاله کړې، چې د بکتریاوو پېژندلو او ناروغانو لپاره د موثرو درملو معلومولو کې به مرسته وکړي .

د پرانستې مراسیمو کې د روغتیاپالانو ترڅنګ د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه هم ګډون درلود، چې د روغتیا پالانو هڅو قدرداني ترڅنګ یې د روغتیایي خدمتونو پراختیا او ستونزو د حل په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی.

مولوي قدرت الله ابو حمزه ویلي، خوښ یو چې نن ولایتي روغتون کې د یوې داسې مهمې څانګې (بکتریالوژي) پرانیسته کوو، چې  خطرناکه مرضونه پکې تشخیص کیدای شي.

د کونړ روغتیا رییس قاري مظفر مخلص ویلي، د اسلامي امارت په حاکمیت سره دغه ولایت کې روغتیایي خدمتونو پراختیا موندلې او د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي، چې یو یې هم د بکتریاوي  ناروغۍ د تشخیص څانګه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه څانګه کې به هغه مریضان چې په تشخیص کې ستونزه لري له دې لارې به یې سالمه پلټنه کیږي، د یوه ناروغ چې څومره تشخیص کم وي هغومره درمل ورته کم پکاریږي او جانبي، اقتصادي او اجتماعي خطرات یې کمېږي.

قاري مظفر مخلص د یادې څانګې فعالول د مور او ماشوم مړینې مخنیوي په برخه کې هم ګټوره یاده کړې او د لازیاتو هڅو ترسراوي ډاډ یې ورکړی.

د اسعد اباد ولایتي روغتون رییس ډاکتر مولاداد د خدمتونو پراختیا په برخه کې په ګډو هڅو ټینګار کړی.