د چارو ادارې لوی رییس شیخ مولوي نورالحق انور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند بستونو لپاره د ازموینې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د دې پروسې پر روڼټیا ټينګار کړی او د استخدام په برخه کې یې شفافیت یو اصل بللی.
دې غونډې ته د مخابراتو سرپرست وزیر نجیب الله حقاني په خپله وینا کې ویلي، چې د دې وزارت خالي بستونه به د ازادې سیالۍ له لارې په مسلکي کسانو ډک کړي.

د امربالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي یادې غونډې ته په خبرو کې ویلي؛اسلامي نظام کې د قومیت، نژاد او جنسیت له توپیر پرته هر څوک د شرعي اصولو په چوکاټ کې د خدمت مصدر کېدلی شي.
