د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي.
یادو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې په زوره له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل د بشري او کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه بللې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان دې د یوه ګاونډي هېواد په توګه د افغان کډوالو منلو رول ته دوام ورکړي.
تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ هم پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ د درولو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني د یادو کار پوهانو د دې غوښتنې هرکلی کړی او د ملګرو ملتونو سازمان څخه یې غوښتي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو د نقض مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان د اپریل میاشتې له پیل راهیسې د هغو افغان کډوالو په ګډون چې د اوسېدنې قانوني اسناد لري د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو پراخ عملیات پیل کړي دي.