د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون د ارتباط له مسول حافظ انس حقاني، د سرحدونو او قبایلو وزارت له مسلکي مرستیال احمد طه او د بغلان ولایت لېواه له مسول سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي وضعیت، د هغوی د کاروبارونو د ودې او د بازارموندنې اسانتیاوو په اړه خبرې شوې دي.
د لیدنې په پیل کې مولوي عبدالکبیر د هغو ستونزو یادونه کړې، چې راستنېدونکي کډوال ورسره مخ دي او له هغوی سره یې په دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز ډاډ څرګند کړی؛ چې یاد وزارت به له راستنېدونکو کډوالو سره د کوچنیو کاروبارونو، مسلکي روزنو او بازار ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي ژمنه کړې، چې د کډوالو د اقتصادي ثبات او ټولنیز ادغام لپاره به د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سره خپلمنځي همغږي لا پیاوړې کړي.
همدار راز په دې لیدنه کې حافظ انس حقاني ویلي؛ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون هڅه کوي، چې له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو ترڅنګ له افغان شخصیتونو سره د باور فضا رامنځته کړي او هغوی ته د بېرته راستنېدو مناسب شرایط برابر کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې موخو د لا ښه تحقق لپاره د اړوندو ادارو همکاري مهمه ده.
مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون د هڅو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت له لوري به له دوی سره اړینې همکارۍ وشي، څو دا پروسه لا اغېزمنه او منظم پر مخ ولاړه شي.