د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی په مشرۍ یوه پلاوي د راستنېدونکو افغان کډوالو د دويمې څپې بهیر څارلو او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه د تورخم فرضي کرښې ته سفر کړی.
په دې سفر کې د ولايت دفتر رییس سربېره د عامې روغتيا، اقتصاد، کليو پراختيا، برېښنا، کډوالو چارو رییسانو او يو شمېر نورو مسولينو ګډون کړی و.
یاد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې راستنو شویو کډوالو ته د لنډ مهال مېشت کېدنې، د خوړو، روغتيا، پاکو اوبو، ترانسپورت، نغدي او خوراکي توکو مرستو او نورو برخو کې د شته امکاناتو ډاډ ورکړی دی.
مولوي عزيزالله مصطفی په دغه سفر کې د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، شته زيربناوو ته پر پاملرنې او د اړوندو موسسو له خوا د مرستو رسولو پر چټکتيا ټينګار کړی.
همداراز وړانديز شوی، چې په ملي کچې يو تخنيکي پلاوی تورخم ته سفر وکړي، څو وضعيت له نږدې وارزوي او د لا اغېزمنو اقداماتو زمينه برابره شي.
په ورته مهال په تورخم کې راستنو شويو هېوادوالو خپلې خاورې ته په راتګ او دلته په شته امکاناتو خوښۍ څرګندولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې له پاکستان څخه ځينې کورنۍ په جبري ډول راوېستل کېږي، د ځینو کورنيو غړي په جلا ډول را ایستل کېږي او د ډېری کورنيو مالونه او حقونه ترې اخیستل کېږي، بايد مخنيوی يې وشي او افغانان باعزته راستانه شي.