ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له ‌مخې، د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان دا کړنه د ګڼو کورنیو او بهرنېو غبرګونونو سره مخ شوې.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو څار ادارې د پاکستان دا پریکړه غندلې او دغه لړۍ یې د کډوالۍ له ټولو نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

یادې ادارې ویلي: “موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو، چې سملاسي په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو په زوره ایستلو، نیولو، ګواښلو او نورو فشارونو مخه ونیسي او پرېږدي، چې افغانان په باعزته توګه بېرته افغانستان ته ستانه شي.”

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې هېڅوک افغان کډوال په جبري ډول له خیبر پښتونخوا څخه تر هغو نه‌شي ایستلی، تر څو یې چې بشپړ چمتووالی نه وی نیولی.

نوموړي ویلي: “دا د افغان کډوالو په تړاو د خیبر پښتونخوا ایالت وروستی پیغام دی. ایالتي پولیس او نور وګړي په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر هغو نه‌شي پیلولی، تر څو دوی خپل تصمیم او چمتووالی نه وي نیولی. تر هغو څوک دوی ته څه نه‌شي ویلی، تر څو چې دوی ته د تګ، خوړو او اوسېدو زمینه نه وي برابره شوې او دوی به په خپله خوښه افغانستان ته په با عزته توګه بېرته ستانه شي.”

پاکستان د تېرو درېیو کلونو راهیسې د ټولو نړیوالو او انساني اصولو خلاف سلګونه زره افغان کډوال له دې هېواد څخه په جبري ډول ایستلي دي.

بلخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو و زارت وايي، چې د ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د تورخم له لارې له پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د ښې رسیدنې او دوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه بېړنۍ ناسته کړې.

دوی له ټولو خیریه او مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې نویو راستنېدونکو ته له هر اړخه ځانګړې پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې افغان کډوالو ته د ټاکل شوې نېټې له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني حکومت وړمه ورځ په دې هېواد کې د کډوالو نیولو پراخ عملیات پیل کړي او د لسګونه کډوالو د نیولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.