ملګري ملتونه وايي، چې د مارچ له ۱۸مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له بیا پیل وروسته هره ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان او یا ټپیان شوي دي. حال دا چې امریکا د تل په څېر د اسرائیلي رژیم ملاتړ ته دوام ورکړی.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (انروا) مشر فېلېپ لازاريني پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “هېڅ شی د فلسطیني ماشومانو وژنه نهشي توجیه کولای.”
له دې وړاندې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف ویلي وو، چې د مارچ له ۱۸مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له بیا پیل وروسته لږ تر لږه ۳۲۲ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.
اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې د اوربند هوکړې له لومړي پړاو وروسته یو ځل بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی. په دې بریدونو کې په ورځني ډول د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه فلسطینیان قرباني کېږي.
تازه نن سهار د غزې په خان یونس کې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له امله د یوه خبریال په ګډون ۹ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشتې له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۰ زره او ۶۶۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۵ زره او ۲۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.