د امریکا په پلازمینه واشنګټن او نورو ښارونو کې زرګونه امریکایانو د ډونالډ ټرمپ او د هغه د سلاکار ایلان ماسک د نویو پالیسیو پر ضد لاریونونه کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، دا لاریونونه د امریکا د ټولو ایالتونو په شاوخوا یو زر او ۲۰۰ ځایونو کې شوي دي.
د راپورونو لهمخې، یوازې په واشنګټن کې د «نیشنل مال» په پارک کې له ۲۰ زرو څخه زیات کسان د ټرمپ خلاف راټول شوي وو.
ورتهمهال د اروپا په برلین، فرانکفورت، پاریس او لندن کې په زرګونو امریکایانو د ټرمپ د کورنیو او بهرنیو پالیسیو خلاف لاریونونه کړي دي.