کرنې وزارت وايي؛ د ننګرهار کانال شرکت، د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراختیا او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل کړي دي، ترڅو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي.
د ننګرهار کانال شرکت د مسولينو په وينا، د دې کانال په څلورګونو فارمونو کې اوسمهال د شاتو مچیو روزنې سکټور په غوړېدو دی او په دې برخه کې ګڼ شمېر هېوادوال په کاروبار بوخت دي.
د ننګرهارکانال په شته فارمونو کې د مچیو د روزنې زمینه برابره ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ ننګرهار کانال یادو فارمونو ته راوړي دي، چې ورته روزنه ورکړي او ترې ښه شات ترلاسه کړي.
د شاتو کاروباریان وايي، چې پلوڅه، شینشوبې او د بېرې شات په ننګرهارکې ډېر مینه وال لري.
باید وویل شي، چې ننګرهار کانال پخپلو شته فارمونو کې د شاتو مچیو روزنې او ترې سوچه شات ترلاسه کولو په موخه کابو ۲۳ زره د بېرې ونې کرلي دي.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري او دا د دې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.