د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزيزالله مصطفی د ملګرو ملتونو ادارو، کورنيو او بهرنيو مرستندويه بنسټونو او ولايتي سکتوري ادارو له استازو سره بېړنۍ غونډه وکړه.
غونډه کې له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغان کورنيو د باعزته ستنېدنې، ملاتړ او بيا مېشته کېدنې پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
مولوي عزيزالله مصطفی د تورخم له وروستي سفر وروسته ویلي، د کډوالو د وضعیت په اړه یې راپور چمتو کړی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ افغان کډوال په پاکستان کې له جبري ایستلو، د مادي او معنوي حقونو له سرغړونې او بې نظمه راستنېدو سره مخ دي، چې له امله یې د تورخم د خدماتو پر ظرفیت منفي اغېز کړی دی.
ښاغلی مصطفی ټینګار کړی، چې د افغان حکومت له لوري به دا موضوع له پاکستاني چارواکو سره د ديپلوماتيکو لارو وڅارل شي.
نوموړي له مرستندويه ادارو غوښتي، چې د راستنېدونکو کورنيو اړتیاوو ته په پام، د انعطاف، ژمنتیا او عملي مرستو لاره خپله کړي.
په غونډه کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي ژمنه کړې، چې اسلامي اردو به د موسساتو او بېرته راستنېدونکو امنیت، همکارۍ او د اړینو خدمتونو په برابرولو کې خپل مسولیتونه ادا کړي.
د یاد ولایت د کډوالو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن ویلي، د تورخم له لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ افغانستان ته راځي.
نوموړي د ثبت، تثبيت او لومړنيو خدماتو پر جریان معلومات ورکړي او د احتمالي زیاتوالي په صورت کې یې د لا زياتو تدابیرو غوښتنه کړې.
همداراز د دې ولایت د اقتصاد ریيس مولوي عطاء الرحمن فاتح، د عامې روغتیا ریيس مولوي امین الله شريف او نورو سکتوري ادارو مسولینو په تورخم کې د موجودو خدمتونو، نيمګړتياوو او د همغږۍ اړتياوې بیان او په خپله برخه کې يې عملا د چمتووالي ډاډ ښودلی.
د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو OCHA، WFP، IOM، UNICEF، WHO او د اکبر غړو موسسو استازو د خپلو راتلونکو پلانونو، موجودو امکاناتواو مرستو څرنګوالی روښانه کړی دی.
دوی ژمنه کړې، چې یاد وړاندیزونه به له مرکزي دفترونو سره شريک کړي او د بېرته راستنېدونکو لپاره به د مرستو بهیر پیاوړی کړي.