ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د ځمکني توتانو کرکېله ډېره شوې

د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسولین وایي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کروندګرو له‌ لوري د ځمکني توتانو کښت زیات شوی دی.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن ویلي؛ د ځمکني توتانو دغه کروندې تر ډېره په هغو سیمو کې کرل شوي، چې پخوا به په‌کې کوکنار کرل کېدل.

ښاغلی محسن زیاته کړې، چې ځمکني توتان د کوکنارو ښه بديل دی او د کر پراختيا په موخه يې هڅې کوي.

د ننګرهار د کرنې رییس په وینا؛ اوس د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي او په خبره یې، د ځمکني توتانو کرکېله ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې ده.

ښاغلي محسن ویلي؛ ځمکني توتان اوسمهال د ننګرهار په سره رود، خوږياڼو، کوټ او دره نور ولسواليو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکه کرل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ تېر کال په ننګرهار کې پر ۲۳۵ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي و، چې ۳۱۷.۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړي وه، خو ننګرهار کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصل ۴۸۰ ټنه اټکل شوی.

بل لور ته بزګران او ځمکني توتانو پلورونکي وايي، چې د ځمکني توتانو اخیستونکي او مینوال ډېر شوی او هره ورځ په کافي اندازه توتان پلوري، چې تري ښه عاید ترلاسه کوي.

دوی ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بولي او زیاتوي؛ تر کوکنارو په دې کې ورته ډېره ګټه پاتې کېږي، ځکه خو یې کرکیله هم ورځ تربلې مخ پر زیاتیدو ده.

د ننګرهار ځمکني توتان په ښه رنګ او خوند کې ډېر مشهور شوي، ګڼ‌شمېر پېردونکي هم لري، چې له همدې کبله یې بازار هم ښه تود دی.

ځمکني توتان چې له دې وړاندې به هېواد ته له ګاونډيو هېوادونو را واردېدل، اوس د ننګرهار پر کرنیزو ځمکو کرل شوي، دغه توتان، د ننګرهار سربېره  پلازمېنې کابل او د هېواد نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.