ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ايران ولسمشر خپل مرستيال د ګرانبيه سفر له امله له دندې ګوښه کړی

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان په پارلماني چارو کې خپل مرستيال شهرام دبيري د نوروز رخصتۍ پر مهال سویلي قطب «انټرکټيکا» ته د ګرانبيه سفر له امله له دندې ګوښه کړی.

ښاغلی دبیري د نوي کال پر مهال په کروز کښتۍ کې انټرکټیکا ته په رخصتۍ تللی و.

ویل کېږي، چې انټرکټیکا ته د دې کښتۍ پر ټکټ لږ تر لږه ۶ زره او ۶۸۵ ډالر لګښت راځي.

د ایران د ولسمشر دفتر دا سفر د روانو اقتصادي ستونزو په نظر کې نیولو سره ناعادلانه او د نه منلو وړ بللی دی.

د شهرام دبیري او مېرمنې عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس شوي او پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

د ایران ولسمشر ویلي، چې د رسمي چارواکو ګرانبیه سفرونه که په شخصي لګښت هم د توجیه وړ نه دي.

ایران له اقتصادي ستونزو سره مخ ګڼل کېږي. د نړیوال وجهي صندوق د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ په اکتوبر میاشت کې ایران کې د بېکارۍ کچه ۸.۴ سلنه ښودل شوې او کلنی انفلاسیون یې ۲۹.۵ سلنې ته رسېدلی و.