ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نږدې ۵۰۰ افغان کډوال د پاکستان له سیند او پنجاب ایالتونو څخه ایستل شوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌ مخې، د سیند ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي، چې تېره ورځ (یکشنبه، د وري ۱۷مه) له دغه ایالت څخه ۳۰۷ افغان کډوال ایستل شوي دي.

ورته‌مهال د پنجاب ایالت سیمه‌ییزو چارواکو هم ویلي، چې ۱۵۷ افغان کډوال یې د دې ایالت له جهلم سیمې څخه نیولي او د تورخم فرضي کرښې له لارې یې افغانستان ته لېږلي دي.

سربېره پر دې پرون یکشنبه د کډوالو چارو وزارت ویلي وو، د وري میاشتې په ۱۶مه د تورخم له فرضي کرښې څخه ۳۱۶ کورنۍ، چې شمېر یې یو زر او ۵۸۹ کسانو ته رسیږي، له پاکستان څخه د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

پاکستاني پولیسو د تېرو څو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره په بېلابېلو برخو کې پراخ عملیات پیل کړي، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بنسټونو له توند غبرګون سره مخ شوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو څار ادارې د پاکستان دا پریکړه غندلې او دغه لړۍ یې د کډوالۍ له ټولو نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

یادې ادارې ویلي: “موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو، چې سملاسي په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو په زوره ایستلو، نیولو، ګواښلو او نورو فشارونو مخه ونیسي او پرېږدي، چې افغانان په باعزته توګه بېرته افغانستان ته ستانه شي.”