د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې هېواد د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع په لومړي ځل متحده عربي اماراتو ته سفر کوي او له هغې وروسته به ترکیې ته ولاړ شي.
نوموړي خپل لومړنی بهرنی سفر د روان زېږدیز کال په فبروري میاشت کې سعودي عربستان ته کړی و.
احمد الشرع وروسته بیا په همدې میاشت کې ترکیې ته هم سفر وکړ.
د احمد الشرع په مشري هیئت تحریر شام په تېره ډسمبر میاشت کې د بشارالاسد رژیم سقوط کړ. نوموړی وروسته د ۲۰۲۵ په جنوري میاشت کې د سوریې د انتقالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو.
سوریه چې د اسد د رژیم پر مهال د کورنۍ جګړې او بندیزونو له امله له ګواښونو سره مخ وه، د احمد الشرع په مشري یې حکومت هڅه کوي، چې جګړه ځپلې سوریه یو ځل بیا د امریکا، انګلستان او اروپايي ټولنې له بندیزونو را وباسي او له ټولو اړخونو سره ښې اړیکې جوړې کړې، تر څو دا هېواد په پښو ودرېږي.