د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د افغان کډوالو د نوې جوپې پیل ته د چمتووالي او اسانتیاوو برابرولو په موخه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستیال سربــــېره څو تنو رییسانو هم برخه لرله، په كور دننه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نوې لړۍ د ښه مدیریت، اسانتیاوو چمتو کولو، د ستونزو حل او له اړوندو نړیوالو او حکومتي بنسټونو او ادارو سره پر همغږۍ خبرې او پریکړې وشوې.
په غونډه کې د مولوي عبدالکبیر لخوا د کډوالو د نوې جوپې لپاره چمتو شوی پلان وارزول شو او د نیمګړتیاوو حل په موخه مسولینو ته د لازمو سپارښتنو ترڅنګ د پلان په اغېزمن ډول د پلي کېدو یادونه وشوه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وویل؛ د کډوالو د ثبت پروسې کړندي کولو په موخه دې د اړتیا وړ توکي، وسایل او مسلکي کسان پولو ته ولیږل شي او همدارنګه د اړتیا په صورت کې دې مسلکي او وړ کسان د کډوالو د ښه خدمت او مدیریت په موخه وګمارل شي.
د غونډې پر دوام یادونه وشوه، چې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمومنین له فرمان سره سم دې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د امارتي ادارو همکارۍ او مرستې راجلب کړل شي او د همغږۍ لپاره دې د کډوالو له عالي کمېسیون او د هغه له کمیټو سره ناستې دوامداره وشي.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یو پلاوی دې تورخم پولې ته ولیږل شي، څو د کډوالو اړتیاوې وارزوي او د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره په ګډه کار وکړي.
دغه راز په پای کې یادونه وشوه، چې له نړیوالو اړوندو بنسټونو سره به د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د مرستو کچې لوړلو لپاره ناستې وشي