د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اوزبیکستان له سفیر اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
عامې روغتیا وزارت وايي؛ په دې لیدنه کې افغانستان ته د اوزبیکستان هېواد څخه د درملو او طبي توکو واردولو، روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو اړوند خبرې وشوې.
مولوي نور جلال جلالي اوزبیکستان هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او ویې وویل: “موږ د هېواد روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولی شو دې برخې کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو”.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، هغه درمل چې له اوزبیکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته واردیږي باید اقلام او کمپنۍ یې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت سره ثبت او راجسټر شي.
بل لور اوزبیکستاني پلاوي روغتیا برخه کې په دوه اړخیزې همکارۍ خوښي څرګنده او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو او باکیفیته درملو صادرولو برخه یې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.