د غزې د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې اسرائیلي یرغلګرو په تېرو ۲۰ ورځو کې ۴۹۰ فلسطیني ماشومان شهیدان کړي دي.
یاد دفتر پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې د اسرائیلي یرغلګرو کړنې او وحشت په اوسني وخت کې تر ټولو وحشتناکه جنایات ګڼلي او ویلي یې دي، چې صهونیستي یرغلګر بېدفاع فلسطینیان قتل عام کوي او ماشومان یې هدف ګرځوي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي وو، چې د مارچ له ۱۸مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له بیا پیل وروسته هره ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان او یا ټپیان شوي دي.
اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې د اوربند هوکړې له لومړي پړاو وروسته یو ځل بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی. په دې بریدونو کې هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه فلسطینیان قرباني کېږي.
د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو تازه د غزې په خان یونس کې د خبریالانو خېمې په نښه کړې، چې لږ تر لږه دوو کسانو ژوند پکې بایللی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشتې له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۰ زره او ۶۹۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۵ زره او ۳۳۸ نور ټپیان شوي دي.
د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.