د ټولګټو وزارت وایي، په تېرو دوو اوونيو کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وری مياشتي له لومړۍ نيټې څخه د تر ۱۴مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې ۱۲۸ زره او ۸۱۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي؛ د حیرتان بندر له لارې ۹۶ زره او ۴۰۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې لس زره او ۹۱۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۷ زره او۹۱۱ ټنه او د خواف –هرات درې زره او ۵۹۰ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۱۲۸ زره او ۸۱۴ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیرو دوو اوونيو کې څلور زره او ۵۷۰ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د انار جوس، کینو او کچالو دي.