صنعت او سوداګرۍ وزارت د امریکا د ۱۰ سلنه وضع شوې تعرفې په تړاو یوې خپرې کړې اعلامیه کې له افغانستان سره د صادراتو برخه کې د امریکا د جوړونکي او ملاتړي چلند غوښتنه کړې.
دغه وزارت په یاده اعلامیه کې ویلي، چې دغه ډول سوداګریز فشارونه له هر څه وړاندې د افغانستان خلک، لاسي صنایع، نوې سوداګري، کوچني تشبثات په ځانګړې توګه سوداګرې مېرمنې زیانمنوي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
اعلامیه زیاتوي:” څرنګه چې افغانستان یو اړمن او مخ پر ودې هېواد دی، نو دا ډول سوداګریز فشارونه کولی شي د هېواد اقتصادي ودې مخه ونیسي. افغانستان اړتیا لري چې له متحده ایالاتو څخه په مختلفو برخو کې نوي وسایل، تجهیزات او ټیکنالوژي وارد کړي، په داسې حال کې چې افغانستان په دې توکو صفر تعرفه ټاکلې او د صادرونکو هېوادونو لپاره یې ترجیحي تعرفې په پام کې نیولې دي “.
یاد وزارت د متحده ایالاتو حکومت او نورو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د صادراتو او سوداګریزو تعاملاتو په برخه کې د افغانستان سره رغنده او ملاتړ کوونکی چلند وکړي، ترڅو افغانستان وکولی شي په نړیواله سوداګرۍ کې فعال او اغیزمن رول ولوبوي.