د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ چې د دې ادارې د هویت تثبیت او د ارشیف د تنظیم ریاست د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په بهیر کې د اسانتیا په موخه توانېدلی، چې تېر کال په ټول هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو د دوه میلیونه، ۷۳۴ زره او ۲۷۴ غوښتونکو هویت تثبیت کړي.
یاده اداره زیاتوي، دې ریاست په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېوادوالو ۱۱۵ زره او ۷۵۲ پاڼې معلومات د هویت تثبیت په ملي سېسټم کې تجدید کړي او ترڅنګ یې ۹۹ زره او ۴۵۰ غوښتونکو او حکومتي مراجعوو ته د هویت اړوند معلومات وړاندې کړي دي.
د یادې ادارې په وینا؛ د هویت تثبیت او د ارشیف د تنظیم ریاست همدارنګه د ولایتونو او ولسوالیو سره د اړیکو له لارې د ۷۴ زره او ۵۰۰ هېوادوالو د پېژندپاڼې معلومات ترلاسه او د اړوندو مراجعو استعلامونه یې ځواب کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د هویت تثبیت، د هېوادوالو د هویتي اسنادو سکن، ډیجیټلي کول او ارشیف د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هویت تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست له مهمو مسوولیتونو څخه دي او دا ریاست هره ورځ په بشپړې ژمنتیا د هېوادوالو د هویتي اسنادو ساتنه کوي.