ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له مولوي عبدالکبیر سره د پکتیا د قومي مشرانو لیدنه؛ اوس هر افغان خپل حق غوښتلای شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیا د لجې منګل ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو قومي مشرانو خوښي څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره مخامخ خپلې ستونزې شریکوي او اوس هر افغان خپل حق غوښتلای شي.

دغو مشرانو له اسلامي امارت سره د همکارۍ او د اسلامي نظام د ملاتړ ډاډ ورکړی او د خپلې ولسوالۍ د اوسېدونکو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه یې هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر یادو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت د ولس له منځه راټوکېدلی، د ولس په مرسته یې بریا ترلاسه کړې او په هر ډول شرايطو کې د هغوی خدمت ته تيار دی.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې د هیواد د ابادۍ او د ولسونو د یووالي لپاره اساسي کارونه وکړي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې ډاډ ورکړی، چې په ځينو برخو کې د شته ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت ټول مسؤولین هڅه کوي، ترڅو د یوه خپلواک، سوکاله او پر ځان بسیا افغانستان هيلې واقعي شي.