د عدليې وزير مولوي عبدالحکیم شرعي د خوست ولایت والي او د ياد ولايت د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې مولوي عبدالحکیم شرعي ویلي، عدالت په نظام کې یو لوی زينت دی او اسلامي نظام بايد د عمري عدالت بېلګه وي.
نوموړي زياته کړې، کله چې په یو نظام کې عدالت رامنځته شي د هغه پایله مثبته ګرځي.
د عدليې وزير ویلي؛ موږ او تاسو ته الله ج یو ستر فرصت راکړې، تر څو د اسلامي نظام په چوکاټ کې ولسونو ته خدمت او د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړو، نو اړینه ده چې د دې موقعې څخه سالمه ګټه واخلو.
ښاغلي شرعي زیاته کړې؛ د غصب لويه ګناه او ظلم دی او دا د اسلامي نظام مسولیت دی، چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي.
دغهراز نوموړي د یاد ولایت له رهبرۍ او د غصب د مخنيوي کمېسيون غړو څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې پرته له کوم ډول توپیري چلنده اجراات وکړي.
مولوي عبدالحکیم شرعي ویلي؛ اسلامي امارت نظام ته مالداره او غريب، اماراتي او غير امارتي يو ډول دی او يو ډول چلند به ورسره کوي.
نوموړي په ياده ناسته کې، تخنیکي استازي ته دنده سپارلې، چې په امارتي ملکيتونو کې د ترسره شويو چارو مخه ونیسي او د غاصبينو له منګولو یې راوګرځوي.
مولوي عبدالحکیم شرعي د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو ته سپارښتنه کړې، چې جديت غوره کړي او خپل مسولیت په سمه توګه ترسره کړي.
د غونډې په وروستيو کې د خوست والي، مرستيال او د غصب د مخنیوي کمیسیون غړو له لوري مولوي عبدالحکیم شرعي ته ډاډ ورکړل شوی، چې د اسلامي امارت د اصولو له مخې به د امارتي ملکيتونو د غصب مخنيوی کوي او هيچاته به دا اجازه ورنکړي، چې غصب وکړي او د امارتي ملکيتونو څخه د شخصي ملکيتونو په توګه استفاده وکړي.