د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف افغانستان د مرکزي اسیا نه بېلېدونکې برخه بللې او له اسلامي امارت سره یې د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
نوموړي په تاشکند کې د پارلمانونو د اتحادیې په ۱۵۰ مه غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره تعامل او خبرې اترې اړینې دي. ښاغلي میرضیایف زیاته کړې، چې افغانستان به هیر نه کړي.
د اوزبیکستان ولسمشر ویلي: “افغانستان د مرکزي اسیا نه بېلېدونکې برخه ده، د اسلامي امارت له مسولینو سره رغنده خبرې اترې او جوړ جاړی اړین دی او اوزبیکستان به خپل ګاونډی هېواد افغانستان هېر نه کړي.”
اسلامي امارت د اوزبیکستان د ولسمشر د وروستیو څرګندونو او مثبت دریځ ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان په تړاو د اوزبیکستان دریځ د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مهم بللی او ویلي یې دي، چې دا چاره د نورو هېوادونو لپاره ښه تګلاره کېدای شي.
د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له دې وړاندې ویلي و، چې اسلامي امارت د خپل هېواد ثبات ټینګ کړی او د افغانستان ثبات او بیارغونه یې د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې په ګټه بللې وه.