د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري خوست ولایت ته سفر د پر مهال د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ، ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمو ولسوالیو کې د پیل شویو پروژو د ارزونې په موخه، د یاد ولایت د مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، د عامې روغتیا، معلوماتي ټکنالوجۍ، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، ټولګټو چارو، کلیو او بیا رغونې، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او د امربالمعروف رییسانو او استازو ګډون درلود.
ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې د تېرو ۲۰ کلونو جهاد پر مهال د خوست ولسونو قربانیو ته په اشاره سره ویلي، چې دغو ولسونو د افغانستان د یرغل پر وړاندې هر ډول قربانۍ ورکړې دي.
نوموړي د اطرافي ولسوالیو ولسونو ته د خدمتونو وړاندې کول د دوی حق بللی او له مسولینو یې غوښتي، چې دغه حق او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري ورسپارل شوی مسولیت په پوره جدیت، سرعت او شفافیت ترسره کړي.
د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت ویلي؛ چې د هغه تر مشرۍ لاندې ادارې به هڅه کوي، څو ورسپارل شوي مسولیتونه له جدیت او شفافیت سره ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې په خوست کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په لارښوونه لسګونه پروژې تثبیت، تشخیص او ډیزاین شوې، چې ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي، او لسګونه نورې پروژې د ډیزاین او ارزونې په پړاو کې دي.