ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تورخم ښارګوټي کې بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مخابراتي اسانتیاوې برابرې شوي

 مخابراتو او ټکنالوجي وزارت وايي؛ د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي عمري کمپ کې د بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مخابراتي چوپړتیا او د لا ډېرو اسانتیاو د برابرولو په موخه د پینځه مخابراتي شبکو استازولۍ فعالې شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغو نمایندګیانو کې د افغان کډوالو هرې کورنۍ ته درې وړیا سیمکارټونه ورکول کېږي، چې یو جي بي انټرنټ او زر وړیا دقیقې هم لري .

 دا اسانتیاوې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د افغان کډوالو لپاره د سهولت د رامنځته کېدو او د مخابراتي ستونزو د حل په موخه رامنځته شوي، چې وکولی شي پر وخت لازمې اسانتیاوې او د مخابراتي شرکتونو اړوند سیمکارټونه هرې کورنۍ ته ورکړل شي .

 د یادونې وړ ده، یاد سیمکارټونه به اوس مهال د افغان کډوالو د کډوالۍ په فورمو ثبت او راجسټر کېږي او تر څلورو میاشتو پورې به فعال وي وروسته له هغې د سیمکارټ درلودونکي اړ دي، څو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټر ادارې د طرزالعمل اړوند خپل سیمکارټونه ثبت کړي .

 ننګرهار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وخت په وخت د یاد ولایت د نورو برخو تر څنګ تورخم ښارګوټي اړوند عمري پنډغالي کې د مخابراتي استازولیو او خدماتو وړاندې کولو له بهیر څخه له نیږدې څارنه ترسره کوي او له مخابراتي شرکتونو سره یو ځای د افغان کډوالو لپاره د سهولتونو په رامنځته کېدو کې هلې ځلې کوي.