د سیاسي چارو کارپوه داوود خان شیراز له مليتلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو له لارې غواړي، چې له نړۍ څخه نوي پروژې ترلاسه کړي.
ښاغلی شیراز زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت غواړي د خپل اقتصادي وضعیت ښه کولو او پیسو ترلاسه کولو په موخه افغان کډوال وباسي، ترڅو خپل ځان ته د نړۍ پام را واړوي.
ورتهمهال د سیاسي چارو ځینې نور کارپوهان په دې باور دي، چې د پاکستان حکومت د خپلو شخصي غوښتنو تحمیلولو لپاره له افغان کډوالو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.
پاکستاني پولیسو د تېرو څو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره په بېلابېلو برخو کې پراخ عملیات پیل کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۸ زره او ۲۵ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته لېږل شوي.