د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولس ګونو کمېټو د ریيسانو غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د یادو کمېټو د ریيسانو او د یاد کمېسیون د ځينې اعضاوو په ګډون، تېره ورځ له غرمې مخکې ترسره شوه.
دا غونډه د هغو کډوالو د ستونزو د حل په موخه چې په اجباري توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه را ايستل کېږي، جوړه شوې وه.
د يادې موضوع له هر اړخيزې ارزونې وروسته ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې د خپلو کاري استقامتونو په چوکاټ کې راستنېدونکو کډوالو ته د غوره خدماتو برابرولو هڅې او لازم اقدمات وکړي او د هغوی د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.