ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نړیوال فدراسیون او د کډوالو نړیوال سازمان له افغان کډوالو سره مرستې زیاتوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د افغانستان لپاره د سره صلیبونو او سرو میاشتو ټولنې نړیوال فدراسیون له مسول احمد سلیمان او په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې میاپارک سره لیدنه کړې.

په دې لیدنو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ډول د ایستلو په هکله خبرې شوي.

په پیل کې د افغانستان لپاره د سره صلیب او سرو میاشتو ټولنې نړیوال فدراسیون مشر احمد سلیمان ویلي؛ چې د اړوندو افغان ادارو له لارې یې د افغانستان په پولو کې د کډوالو لپاره د روغتیا، خوراکي توکو، څښاک اوبو، خیمو او په ځینو نورو برخو کې مرستې پیل کړې او هڅه کوي چې د بیړنیو مرستو لړۍ پراخه کړي.

د ښاغلي سلیمان په وینا، افغان کډوالو ته به په دویمه او درېیمه مرحله کې د میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې وکړي او د اغېزمنې همکارۍ په موخه له ټولو حکومتي ادارو سره په اړیکه کې دي.

 همدارنګه په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مشرې میاپارک د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو په مننې ویلي، یاد سازمان د افغانستان په څلورو بندرونو کې له افغان کډوالو سره مرسته کوي او په راتلونکې کې یې هم اړمنو ته د مرستو د رسولو ډاډ څرګند کړی.

میاپارک زیاته کړې؛ د مالي سرچینو د کمښت ستونزې پر حل لګیا دي، خو بیا هم توانیدلی چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۳.۲ میلیونه امریکايي ډالر پر افغان کډوالو ووېشي.

نوموړې څرګنده کړې، د افغان کډوالو لپاره د مناسب ژوند چمتو کولو لپاره هم کار کوي.

پارک دغه راز زیاته ویلي، په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټېنګښت له امله په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې میشت یو شمېر افغانان غواړي خپل هېواد ته په خپله خوښه راستانه شي او د کډوالو نړیوال سازمان به یاده پروسه له اسلامي امارت سره په همغږۍ پیل کړي.

مولوي عبدالکبیر په یادو ناستو کې دوی ته ښه راغلاست ویلی او له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې یې د هغوي له مرستو او همکاریو مننه کړې.

نوموړي په ګاونډیو هېوادونو کې له افغانانو سره ناسم چلند ته په اشارې سره ویلي، په دایمي ډول د افغان کډوالۍ ستونزې حل وخت او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير په وینا، اسلامي امارت په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو نوې چوپې ته اړینه تابیا نیولې ده او د تېر په څير به دغه لړۍ هم په ښه ډول مدیریت شي.

د ناستو پر دوام مولوي عبدالکبیر د مرستندویه بنسټونو لخوا له افغان کډوالو سره د مرستو د کچې د ډېریدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، نړیوال بنسټونه دې د افغان کډوالو د ښارګوټو په ودانولو کې ونډه واخلي.

په پای کې نوموړي همدارنګه له نړیوالو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند په مخنیوی کې دې هڅې وکړي.